زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1445-11-10  |  2024-05-18  |  تازه شوی په: 2024/05/18 - 04:44:5 FA | AR | PS | EN
په بامیانو کې د دریو بهرنيو اتباعو وژل کېدل تایید شو             د کابل په صنعتي پارکونو کې د جامو یوه فابریکه پرانیستل شوه             د قطر د بشرپاله مرستو درېيمه جوپه مزار شریف ته راورسېده             د دوحې غونډې ته د چمتوالي بحثونه             په شپږو وزارتونو او ریاستونو کې به اداري طرزالعملونه ساده شي             روسیې د افغانستان له سیلاب‌ځپلو سره د مرستې لپاره چمتو دی             ناټو کې د اوکراین د شاملیدو لپاره د پام وړ ګامونه اخلو             ایران کې د هندي کمپنیو پانګونې دوی د بندیزونو خطر سره مخ کړي             په بدخشان ولایت کې د کوکنارو د کروندو ویجاړول دوام             افغان ماشومان بې‌کوره شوي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري             د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بار وړونکو موټرو لپاره د نوي میکانیزم جوړول             زلنسکی په ختیځ دونیتسک کې د جګړې د لومړۍ لیکې وضعیت "په ځانګړې توګه کړکېچن" وباله             په بغلان ولایت کې د تېرې ورځې سېلابونو تر ۳۰۰ ډېر کسان وژلي دي             په ملګرو ملتونو کې د فلسطین د غړیتوب اخیستو په پلوۍ یو پرېکړه لیک تصویب شو             سټولټنبرګ: ناټو اوکراين ته د پوځيانو د لېږلو پلان نه لري            

تاريخ النشر: 2023/09/13 - 05:44:5
زيارة: 191
مشاركة مع الـأصدقاء

پاکستان دې د خپلو ستونزو علتونه او ریښې په خپل هیواد کې ولټوي
پاکستان دې د خپلو ستونزو علتونه او ریښې په خپل هیواد کې ولټوي

انصار (چهارشنبه، د سنبلې 22 مه)

د طالبانو حکومت  دسې شنبې په ورځ د پاکستان د حکومت دا تور رد کړ چې ګنې دوی د تورخم لارې د بندېدړو سبب شوي دي.

پاکستان د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ وروسته له دې د تورخم دروازه وتړله چې د دوو خواوو پوله ساتو پر یو بل ډزې وکړې.  د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندویې ممتاز زهرا بلوچ په اسلام اباد کې ادعا وکړه چې د افغانستان د حکومت سرحدي ځواکونو په غیرقانوني ډول د پاکستان په خاوره کې پوسته جوړوله او دا کار یې د دوو خواوو د ځواکونو ترمنځ د نښتې سبب شو.

دې همدا راز د پاکستان مخکینۍ ادعا بیا تکرار کړه چې ګنې د افغانستان حکومت ترهګرو ته اجازه ورکوي چې له خاورې څخه یې پر پاکستان د حملې لپاره کار واخلي.

د پاکستان ادعا تراوسه هیڅ هیواد تایید کړې نه ده او نه یې په دې اړه کومه تبصره کړې ده.

خو د پاکستان ادعاوو د طالبانو د حکومت غبرګون پارولی دی.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د طالبانو د حکومت یوه چارواکي د پاکستان دولت کمزوری او بې وسه بللی ځکه چې خپل امنیت نه شي ساتلی.

د کورنیو چارو وزارت ویندوی عبدالمتین قانع اسوشیتید پریس خبري اژانس ته ویلي په پولو کې دا ډول پېښې په کېږي، "دا وار موږ حمله نه ده کړې."

ده همداراز ویلي:"کله چې پر موږ برید وشو، موږ د ځان دفاع وکړه او دا مو حق دی. خو دا د تاسف وړ ده چې پاکستان خپل امنیت نه شي ساتلی او د ستونزو پړه پر افغانانو اچوي چې ګواکي موږ هلته مداخله کوو. دا د دوی د بې وسۍ علت دی چې خپل امنیت په خپله نه شي تضمینولی."

د طالبانو د حکومت یوه بل ویندوی بلال کریمي هم د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت څرګندونې وغندلې. ده وویل، د پاکستان کورنۍ مسلې په دوی پورې تړلي دي، باید علتونه او ریښې یې په پاکستان کې دننه ولټوي.

کریمي اسوشیتید پریس خبري اژانس ته وویل:" زموږ مسوولیت دا دی چې د خپل هیواد امنیت وساتو او پرې نه ږدو چې امنیت مو له خطر سره مخامخ شي. زموږ هیله دا ده چې په ښه ګاونډیتوب او اقتصاد تمرکز وکړو."

پاکستان د چهارشنبې په ورځ د تورخم دروازه تړلې او تراوسه یې نه ده پرانیستې. پاکستاني چارواکو ویلي چې لومړی باید دا تضمین ورکړل شي چې له افغانستانه به پاکستان ته ګواښ نه پېښېږي.

د چارو کتونکي وايي، پاکستان چې د ټي ټي پي له بریدونو سره مخامخ دی، غواړي په دې توګه افغان طالبان اړ باسي چې له خپل نفوذه، چې د ټي ټي پي په منځ کې یې لري، دا ډله له جګړې راوګرځوي او یا د دې ډلې پر ضد د پاکستان له امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې لاس یو کړي.

په اوسنیو شرایطو کې، چې د طالبانو او نورو سختدریځو ډلو پر ضد په جګړه کې امریکا له پاکستان سره ولاړه نه ده، او له بلې خوا پاکستان له سخت اقتصادي بحران سره مخامخ دی، د ټي ټي پي جګړه پاکستان ته جدي ننګونه ګڼل کېږي.

 

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/26955






*
*

*



قرأ

د همالیا ټرانس په غونډه کې د طالبانو حکومت استازي ته د ګډون بلنه


په بامیانو کې د دریو بهرنيو اتباعو وژل کېدل تایید شو


د دوحې غونډې ته د چمتوالي بحثونه


په شپږو وزارتونو او ریاستونو کې به اداري طرزالعملونه ساده شي


ناټو کې د اوکراین د شاملیدو لپاره د پام وړ ګامونه اخلو


زلنسکی په ختیځ دونیتسک کې د جګړې د لومړۍ لیکې وضعیت "په ځانګړې توګه کړکېچن" وباله


په ملګرو ملتونو کې د فلسطین د غړیتوب اخیستو په پلوۍ یو پرېکړه لیک تصویب شو


سټولټنبرګ: ناټو اوکراين ته د پوځيانو د لېږلو پلان نه لري


که اسراییل پر رفح ښار پراخ برید وکړي، وسلې نه ورکوم


روسیه کې نیول شوي سرتېري مو عسکري مقررات نقض کړي


د طالبانو حکومت او ټي ټي پي د پاکستان د پوځ وروستۍ ادعا رد کړه


روسیې په یوه نړیواله ناسته کې مولوي عبدالکبیر ته د ګډون بلنه ورکړې


تر څو چې ټول افغانان یوې موافقې ته ونه رسېږي د افغانستان مسئله به حل نه شي


د اسلامي همکارۍ سازمان په روانه سرمشريزه کې د طالبانو پلاوي هم ګډون کړی


د چمن پرلت مسوولان د پرونۍ پېښې د عاملانو د نیولو او محاکمې غوښتنه


هندي پولیسو افغان جنرال کونسلې ذکیه وردګ سره ۲۵ کیلو ګرامه سره زر نیولي


محمد یعقوب مجاهد د آذربایجان له سفیر سره وکتل


واشنګټن د فلسطین پر رفح ښار د اسراییل د برید د پلان ملاتړ نه کوي


ننګرهار کې ۳۴زره ټابلېټ‌کا ګولۍ نيول شوې


جان بس په قطر او اسلام اباد کې "پر افغانستان" غږېدلی


یو شمېر اروپایي هېوادونه به د فلسطین دولت په رسمیت وپېژني


د اوکرايين پوځ مشر وايي په لومړۍ کرښه کې وضعيت خراب شوی


د منځنۍ آسیا د هېوادونو لپاره اصلي ګواښ په افغانستان کې سختدریځې ډلې دي


په افغانستان کې د جګړې دوران پای ته رسېدلی


افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیت اندېښمن کړي یوو





ټوپونه
د بحثونو څخه ډکه

د سایټ ګرځنده نسخه

ansarpress.com/m




د انصار خبري اژانس ©  |  زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  د سایټ ګرځنده نسخه  | 
د دې سایټ مینځپانګې کارول د سرچینې (سایټ لینک) په یادولو سره اجازه لري. فروشگاه اینترنتی نعلبندان